| |
Capítulo 1 Introdução
|
| |
| هغه خوځنده پروسه، چې په هغې
د انسان يو حجروي زايګوټ
په يو ۱۰۰ تريليون- حجروي بالغ انسان
باندې بدلېږي چې ښايي
په طبيعت کې تر ټولو غوره او
د پام وړ پېښه وي.
|
| څېړونکي اوس پوهېږي
چې ډېرې عادي دندې
چې د بالغ انسان بدن په واسطه سرته رسېږي
د اُميندوارۍ (حامله ګۍ) په موده کې يې
بنسټ ايښودل کېږي،
چې زياتره تر زېږېدنې ډېر وړاندې تر سره کيږي .
|
| له زېږېدنې څخه مخکې د ودې موده،
دچمتو کولو دوخت په توګه پېژ ندل کيږ ي.
هغه مهال چې د ودې په حال کې انسان
ګڼ شمېر جوړښتونه،
تمرينونه اوګڼ شمېر مهارتونه چې ورته اړتيا لري
له زېږېدنې ورسته د پايښت لپاره ترلاسه کوي.
|
Capítulo 2 Terminologia
|
| په انسانانو کې د اميدوارۍ (موده) په عادي ډول
تقريباً ۳۷ اوونۍ دوام کوي.
چې د القاح له وخت څخه اندازه شوى
يا له اميدوارۍ نه، تر زېږېدنې پورې.
|
| د القاح پسې
د لومړيو ۸ اوونيو په موده کې،
د ودې په حال کې انسان ته امبريو (جنين) وايي،
چې معنا يې ده "دننه وده کول"
دغه وخت چې د جنين د دورې
په نامه يادېږي،
د تشکل په نامه ځانګړې شوې چې،
د بدن د ډېرو عمده سيستمونود تشکل دوره ده.
|
| د اتو اوونيو له پوره کېدو څخه
د اميدوارۍ تر پايه پورې،
د ودې په حال انسان ته
کامل شوی جنين (فيټس) وايي،
چې معنا يې "نازېږېدلی ماشوم" دى.
په دغه موده کې چې
د جنين (فيټال) دوران په نامه يادېږي،
بدن د لويېدو په لور وده کوي
او غړي يې په فعاليت پېل کوي.
|
| په دې پروګرام کې ټول جنين او د کامل شوي جنين عمرونه
هغه وخت ته رجوع کوي
چې له القاح څخه شروع کېږي.
|