| |
O Período Fetal (8 semanas até o Nascimento)
Capítulo 37 9 Semanas: Engole, Suspira e se Estica
|
| |
| جنيني (فيټال) دوره
تر زېږېدو پورې دوام کوي.
|
| ۹ اوونيوکې،
د کټې ګوتې رودل پېل کېږي
او نازېږېدلی ماشوم کولای شي
(امنياټيک) مايع ګوټ( بلع )کړي.
|
| نازېږېدلی ماشوم
همدارنګه کولای شي يو څيز کلک ونيسي،
خپل سر وړاندې او وروسته خوځوي ،
ژامې خلاصې او بندې کوي، ژبه ښوروي،
اوسيلى کاږي او ځان غځوي.
عصبي اخذې پر مخ،
د لاسونو په ورغوو کې
او د پښو په تلو کې
معمولي لمس احساسولای شي.
د پښو په تلو د يو معمولي
لمس په ځواب کې
نازېږېدلی ماشوم به خپل ورون او زنګون
کوږ کړي او د پښو کټې ګوتې به تاوې کړي.
|
| د سترګو لېمه اوس په بشپړه توګه بند وي.
|
| په حنجره کې، د صوتي رشتو څرګندېدل
صوتي رشتې د ودې اشارې ورکوي.
|
| په ښځينه نازېږېدلي ماشوم کې
زهدان (رحم) د پېژندنې وړ دی
او نابالغې تکثري حجرې،
چې د اووګونيا په نامه يادېږي،
په تخمدان کې دننه د اصل په څېر کېږي.
بهرني تناسلي اعضا
د ځان په څرګندولو پېل کوي
(يعنې) د نرينه يا ښځينه په توګه.
|
Capítulo 38 10 Semanas: Revira os olhos e Boceja, Unhas e Impressões Digitais
|
| |
| يو ناڅاپي ګړندۍ وده
د ۹ او ۱۰ اوونيو ترمينځ
د بدن وزن ۷۵٪ زياتوي.
|
| ۱۰ اوونيو کې، د پورتنيو لېمو هڅېدنه
د ښکته په لور د سترګو د تاويدو سبب ګرځي.
نازېږېدلى ماشوم ارږمى اوباسي
او زياترهً خوله وازوي او بندوي.
|
| زياتره نازېږېدلي ماشومان
د خپل ښي لاس کټه ګوته روي.
د کولمو مقطع د بطني رشتې په دننه کې
بېرته بطني خاليګاه ته راګرځي.
|
| د هډوکو د تشکيلېدو مرحله
په زياترو هډوکو کې روانه ده.
|
| د لاسونو د ګوتو او د پښو د کټو ګوتو نوکان
په وده پېل کوي.
|
| له القاح څخه ۱۰ اوونۍ وروسته
د ګوتو ځانګړې نښې څرګندېږي.
دغه نښې د ژوند په اوږدو کې
د پېژندګلوۍ لپاره استعماليدای شي.
|
Capítulo 39 11 Semanas: Absorve Glicose e Água
|
| |
| ۱۱ اوونيوته نژدې
پوزه او شونډې په بشپړه توګه تشکېليږي.
لکه د بدن د نورو غړو په شان،
په هر پړاو کې د دوی بڼه بدلېږي
(يعنې) د انسان د ژوند په دوران کې.
|
| کولمې د ګلوکوز
او اوبو په جذبولو پېل کوي
چې د نازېږېدلي ماشوم په واسطه
ګوټ (بلع) شوى وي.
|
| سره له دې چې جنس تعيينېږي،
(البته) د القاح له وخته
خو بهرني جنسي غړي اوس کېداى شي چې
مشخص شي.
(يعنې) د نرينه يا ښځينه په توګه.
|