| |
Capítulo 40 3 a 4 Meses (12 a 16 Semanas): Papilas Gustativas, Movimento de Mandíbula, Reflexo de Sucção, Percepção dos Primeiros Movimentos do Feto
|
| |
| د ۱۱ او ۱۲ اوونيو ترمنځ،
د نازېږېدلي ماشوم وزن نژدې ٦٠ % زياتېږي
۱۲ اوونۍ د يو درېمې پاى،
په نښه کوي
يا د امېدوارۍ درېيمه برخه.
|
| د خولې داخلي برخه د خوند(ذايقه)
د ځانګړو غدو په واسطه پوښل کېږي
|
| زېږېدو سره به د خوند غوټۍ پاتې شي
البته يواځې په ژبه
او د خولې په پورتنۍ برخه کې.
|
| د کولمو خوځېدنه د ١٢ اوونيو په سر کې پېل کېږي.
او نژدې تر ۶ اوونيو پورې دوام کوي.
کوم مواد چې لومړی د نازېږېدلي ماشوم
او نوي پيدا شوي ماشوم له غټو کولمو څخه خارجېږي
د ميکونيم په نامه يادېږي.
دا ترکېب شوي دي
دهاضمې له انزايمونو څخه،
پروټينونو او هغو مړو حجرو څخه
چې د هضمي جهاز له قنات څخه اطراح کېږي.
|
| ۱۲ اوونيو ته نژدې د پورتنيو اندامونو اوږدوالی
تقريباً د بدن د تناسب
وروستي حد ته رسېدلى وي.
ښکتني اندامونه ډېر وخت نيسي
چې خپل وروستي تناسب ته ورسېږي.
|
| بې له ملا او د سر د پورتنۍ برخې څخه،
د نازېږېدلي ماشوم ټول بدن
معمولي لمس ته غبرګون ښيي.
|
| د جنسي ودې پورې تړلي توپيرونه
د لومړي ځل لپاره څرګندېږي.
د ساري په توګه ښځينه نازېږېدلى ماشوم
د ژامې خوځښت ښيي
چې دغه خوزښت د نرينه په پرتله په ښځينه کې زيات تکرارېږي.
|
| په توپيرې توګه
د راوتلو غبرګون چې مخکې ولېدل شو،
خولې ته نژدې تحريک اوس منځ راوړي
تاوېدل د محرک لور ته او خلاصول د خولې.
دغه غبرګون ته
د ريښيي غبرګون(روټنګ ريفليکس) وايي
او له زېږېدنې وروسته، دغه شان ادامه ورکوي
چې مرسته وکړي له نوي زېږېدلي ماشوم سره
چې د خپلې مور د تي څوکه ومومي
د تي رودلو په وخت کې.
|
| مخ ودې ته ادامه ورکوي
څرنګه چې د وازګو زېرمې
غمبوري ډک کړي
او غاښونه خپله وده پېل کوي.
|
| ۱۵ اوونيو ته نژدې،
وينه جوړونکې تنه ييزې حجرې رسېږي
او د هډوکي په مغز کې زياتوالى مومي.
د وينې د حجرو زياتره جوړول
دلته واقع کېږي.
|
| سره له دې چې خوځېدنه
په ۶ اوونيز جنين کې پېل کېږي،
خو اميدواره ښځه د لومړي ځل لپاره
د نازېږېدلي ماشوم خوځېدنه احساسوي
(البته) د ۱۴ او ۱۸ اوونيو تر مينځ .
په دوديزه توګه دغه پېښه
د بيړې په نامه ياده شوې ده.
|