| |
O Período Embrionário (As Primeiras 8 Semanas)
Desenvolvimento Embrionário: As Primeiras 4 Semanas
Capítulo 3 Fertilização
|
| |
| که په بيالوژيکي توګه خبرې وکړو،
"د انسان وده د القاح له وخته پېل کېږي،"
کله چې يوه ښځه او يو سړی
هر يو خپل ۲۳ کروموزومونه يوځای کړي
د خپلو تکثري ژوانکو( حجرو) د يو ځاى کولو له لارې.
د ښځې تکثري ژوآنکه( حجره) په عامه توګه
د هګۍ په نامه يادېږي،
خو سمه اصطلاح يې
اووسايټ دى..
همدارنګه، د يو سړي تکثري ژوانکې (حجرې)
په پراخه اندازه د سپرم(مني) په نامه
پېژندل شوي
خو سمه اصطلاح يې سپرماتوزون ده.
د ښځې له تخمدان څخه
د نا القاح شوې هګۍ د راوتو څخه وروسته
په هغه پروسه کې چې
دهګې توليدولو(اوويوليشن) په نامه يادېږي،
د ښځې هګۍ (اووسايټ) او
د نارينه سپرم (مني) (سپرماتوزون) يوځای کېږي
(دا دواړه) د زهدان (رحم) نلو څخه په يوه کې،
چې زياتره ورته
(فالوپين) ټيوبونه هم وايي، (يوځاى کېږي).
زهداني ټيوب (د رحم نل) د ښځې تخمدانونه
د هغې له زهدان (رحم) سره يوځای کوي
په نتيجه کې چې کوم يو حجروي جنين
مينځ ته راځې د زايګوټ په نامه يادېږي،
چې معنا يې جوړه کيدل يا يوځای کېدل دي.
|
Capítulo 4 DNA, divisão celular e Fator Inicial da Gravidez (EPF)
|
| |
| د زايګوټ ۴۶ کروموزمونه
لومړنۍ بې سارې لړۍ تمثيلوي
دا د نوي شخص بشپړه جنيتکي طرحه ده.
دغه عمومي پلان موقعيت لري
(يعنې )په کلکو تاوشويو ماليکولونو کې
چې د ډي اين ای په نامه يادېږي.
دوى د ودې لپاره لارښوونې لري
د ټول بدن.
د ډي اين ای ماليکولونه
يوې تاوراتاو شوې زينې ته ورته دي
چې د غبرګ فنر (ډبل هيليکس)
په نامه يادېږي .
د زينې د پاټکيو ميلې له غبرګو ماليکولونو څخه جوړې شوې دي
يا القلي څخه چې عبارت دي له ګوانين،
سايتوزين، اډينين او تايمين.
|
| ګوانين يواځې له سايتوزين سره جوړه کېږي ،
او اډينين له تايمين سره.
د انسان هره ژوانکه (حجره )تقريباً
٣ بليونه لري.
(يعنې )له دې بنسټيزو جوړو څخه.
د يوې واحدې ژوانکې (حجرې) ډي اين ای
د ډېرو زياتو معلوماتو لرونکى دى
که دغه معلومات په چاپ شويو کلمو کې
ښودل شوي وای،
او په ساده ډول د هر بنسټ ،لومړی توری
ليست شوى واى.
نو متن ته به له ١.٥ مليون پاڼو څخه زياتو ته اړتيا واى!
که څوکه په څوکه پرله پسې کېښودل شي،
د انساني واحدې ژوانکې
د ډي اين اې اندازه به ۳/۳۱ فټه
يا يو مترواى.
|
| که مونږ د ډي اين اې ټولې حلقې
خلاصې کړای شو
په يو بالغ(انسان) کې۱۰۰ تريلىونه ژوانکې )،
به له ۶۳ بيليونه ميلو
څخه زياتې اوږدې شي.
چې دغه واټن له ځمکې تر لمر او له لمر څخه بېرته ځمکې ته
۳۴۰ ځلې ته رسېږي.
|
| له القاح څخه،تقريباً ۲۴ نه تر ۳۰ ساعته
وروسته
زايګوټ خپل لومړنى حجروي وېش تکميلوي
د مايتوسس د پروسې له لارې،
يوه ژوانکه پر دوه و،
دوه پر څلورو او په همدې ترتيب وېشل کېږي.
|
| د القاح نه لږ تر لږه له ٢٤ ساعتو تر ٤٨ ساعتو وروسته
د يو هارمون په ترشح کېدو حامله داري تصديق کيداى شي.
چې د مور په وينه کې د وختي
حامله دارۍ د عامل په نامه يادېږي.
|
Capítulo 5 Estágios Iniciais (Mórula e Blastocisto) e Células Tronco
|
| |
| د القاح څخه ۳ - ۴ ورځې وروسته
د جنين وېشل کېدونکې ژوانکې
بيضوي بڼه غوره کوي
او جنين د (مارولا) په نامه يادېږي.
۴ - ۵ ورځو کې د ژوانکو
د پنډوسکې په منځ کې يوچوغاړى جوړېږي
او جنين د (بلاستوسيسټ) په نامه يادېږي.
په بلاستوسيسټ کې دننه حجرې
د داخلي حجرو د کتلې په نامه يادېږي
او وده ورکوي سر،
تنې او د بدن نورو غړو ته
چې د ودې په حال انسان ته ډېر ضروري دي .
ژوانکې په دننني حجروي کتله کې
د جنيني تنې د ژوانکو په نامه يادېږي
ځکه دوی ددې وړتيا لري چې
هر يو له ۲۰۰ ډولو ژوانکو څخه
زيات تشکيل کړي
چې انساني بدن يې لري.
|
Capítulo 6 1 a 1½ Semanas: Implantação e Gonadotrofina Coriônica Humana (hCG)
|
| د رحم په نل کې
له تېرېدو وروسته،
لومړنى زايګوټ خپل ځان محاطوي.
د مور د رحم په داخلي دېوال کې .
دغه پروسه، چې د غرس کولو (امپلانټېشن)
په نامه يادېږي، په ۶ ورځو کې پېل کېږي
او له القاح څخه وروسته له ۱۰ نه تر ۱۲ ورځو پورې
پای ته رسېږي.
د ودې په حال کې جنيني ژوانکې د يو هارمون
په جوړولو پېل کوي
چې د انساني ـ کوريونيک ګونادوټروپين ـ
يا ايچ. سي. جي.په نامه يادېږي،
چې د حاملګۍ د ډېرو ټسټونو په واسطه تشخېصېږي.
ايچ. سي. جي. مورني هارمونونه لارښوونه کوي
چی د حيض په نورمال دوران کې مداخله وکړي،
او اجازه ورکوي چې حاملګي دوام وکړي
|
Capítulo 7 A Placenta e o Cordão Umbilical
|
| د غرس کولو په تعقيب
هغه حجرې چې د بلاسټوسايټ
په بهرنۍ سطح کې دي
د يو جوړښت يوې برخې ته وده ورکوي
چې د پلاسنټا په نامه يادېږي.
هغه چې د مورني ګډ ټکي په څېر خدمت کوي.
اود جنيني وينې د دوران سيستمونو کې.
پلاسنټا، مورنى اکسيجن، خوراک،
هارمونونه او درملونه
دودې په حال انسان ته وروېشي ;
فضله مواد وباسي ;
او د مورنۍ وينې له ګډېدلو څخه مخنيوی کوي
(يعنې) له وينې
د جنين او د نازيږيدلي ماشوم (فيټس) سره.
پلاسنټا هم هارمونونه توليدوي
د جنيني او د نازېږېدلي ماشوم
د بدن تودوخه ثابته ساتي
د مور له حرارت څخه لوړ
پلاسنټا د ودې په حال انسان
سره ارتباط نيسي
د نامه مزى د رګونو له لارې.
د ژوند د سا تنې استعداد
چې پلاسنټا يې لري د
عصري روغتونو د سختو ساتندويه
دستګاو(آی. سي يو) سره ورته والی لري.
|
Capítulo 8 Nutrição e Proteção
|
| |
| په يوه اوونۍ کې
د داخلي حجروي کتلې ژوانکې
دوه طبقې جوړوي چې
د هايپوبلاسټ
او ايپي بلاسټ په نامه يادېږي.
هايپوبلاسټ وده ورکوي
د هګۍ د ژېړو (کڅوړې) ته،
چې يو له هغو جوړښتونو څخه چې له هغې
لارې
مور خوراک تهيه کوي.
لومړني جنين ته.
(يعنې) د ايپي بلاسټ له حجرو څخه تشکيلېږي
يوه غشا چې د امنيون په نامه يادېږي،
په جنين کې
او وروسته بيا نازېږېدلی ماشوم
تر زېږېدلو پورې وده کوي.
|
Capítulo 9 2 a 4 Semanas: Camadas Germinativas e Formação de Órgãos
|
| |
| تقريباً په ۱/۲ ۲ اوونيو کې،
ايپي بلاسټ تشکل موندلى وي.
۳ ځانګړي نسجونه
يا د نطفې (جرم) طبقې،
چې د ايکټوډرم
اينډوډرم ،
او ميسوډرم په نامه ياديږي
ايکټوډرم وده ورکوي
يو شمېر جو ړښتونو ته
چې په کې دماغ،
شوکي نخاع ،
اعصاب ،
پوستکی ،
نوکان ،
او وېښتان شامل دي.
اينډوډرم د تنفسي سيستم استر
او هضمي قنات،
او د عمده غړو برخي
لکه ځګر (ينه)
او تريخى منځ ته راوړي.
له ميزوډرم څخه، زړه،
پښتورګي ،
هډوکي ،
کرپندوکي ،
عضلې ،
د وينې حجرې،
او نور جوړښتونه منځته راځي.
|
| ۳ اوونۍ وروسته
دماغ په درې لومړنيو برخو
وېشل کېږي
چې د مخکيني دماغ ،
منځني دماغ
او شاتني دماغ په نامه يادېږي.
د تنفسي او هضمي جهازونو وده
هم پېل شوې ده.
|
| د هګى د زېړو په کڅوړه کې څرګندې شي،
د وينې رګونه
د جنين په ټولو برخو کې جوړېږي،
او نلوزمه زړه راڅرګندېږي.
تقريباً سمدلاسه،
په بيړې سره وده کونکی زړه
په خپل ځان کې تاو راتاو شي.
(يعنې) د بېلابېلو جوفونو په توګه
په ودې پېل کوي.
زړه په درځېدو پېل کوي
۳ اوونۍ او يوه ورځ
د القاح پسې.
د وينې د دوران سيستم د بدن لومړنی سيستم دی،
يا يوه ډله د اړوندو غړو ده،
چې فعاله حالت ترلاسه کوي.
|
Capítulo 10 3 a 4 Semanas: O Dobramento do Embrião
|
| |
| د ۳ او ۴ اوونيو په منځ کي،
د بدن پلان راڅرګندېږي
داسې چې دماغ،
شوکي نخاع،
او د جنين زړه
په اسانۍ پېژندل کيږي
د هګۍ د زېړو د کڅوړې ترڅنګ.
په بيړه وده د تاوېدو سبب ګرځي
(يعنې) نسبتاً پلن جنين.
دغه پروسه يوځاې کوي
(يعنې) د هګۍ د ژېړو د کڅوړې برخې
دننه په استر کې
(البته) د هضمې سيستم
او سينه تشکل مومي.
او بطني خاليګاوې
د ودې په حال انسان کې.
|