| |
Desenvolvimento Embrionário: 4 a 6 Semanas
Capítulo 11 4 Semanas: Líquido Amniótico
|
| |
| ۴ اوونيو کې
صاف امنيون جنين احاطه کوي
له مايع څخه په ډکه کڅوړه کې.
دغه شنډه مايع
د امنيوټيک مايع په نامه يادېږي،
چې جنين له ټپي کېدو څخه ساتي.
|
Capítulo 12 O Coração em Ação
|
| |
| زړه عموماً په يوه دقيقه کې ۱۱۳ ځله
درځيږي.
وګورئ
چې زړه خپل رنګ څنګه بدلوي
کله چې وينه جوفونو ته وردننه کېږي
او د هر ټوپ سره ورڅخه خارجېږي.
او زړه تقريباً
۵۴ ميليونه ځله مخکې له زېږېدو څخه
او له ۳۲ بليونو ځلو څخه زيات
د اتيا کالو د عمر په موده کې درځېږي.
|
Capítulo 13 O Crescimento do Cérebro
|
| |
| د دماغ د چټکې ودې ثبوت دا دی
چې بڼه يې په
مخکيني دماغ،
منځني دماغ،
او شاتني دماغ کې بدلون مومي.
|
Capítulo 14 Brotos dos Membros
|
| |
| د پورتنيو او ښکتنيو غړيو وده پېل کېږي
(يعنې) په ۴ اوونيو کې
د غړو د غوټيو په څرګندېدلو سره .
|
| پوستکی په دې وخت کې شفاف وي
ځکه چې يواځې يوه ژوانکه پېړوالی لري.
پوستکى د پېړوالي سره،
دغه شفافيت له لاسه ورکوي،
په دې معنا چې مونږ به يواځې وکولاى شو
هغه داخلي غړي ووينو چې
تقريباً تر بلې مياشتې پورې وده کوي.
|
Capítulo 15 5 Semanas: Hemisférios Cerebrais
|
| |
| د ۴ او ۵ اوونيو ترمينځ،
دماغ خپلې چټکې ودې ته دوام ورکوي
او په ۵ بېلابېلو برخو وېشل کېږي.
سر د ټول جنين تقريباً ٣ /١ برخه
تشکيلوي.
د دماغ نيمکرې څرګندېږي،
ورو ورو د دماغ په سترو برخو بدلېږي.
په پای کې دندې
د دماغي نيمکرو په واسطه اداره کېږي
(چې دا دندې) عبارت دي له: فکر کولو ، زده کړې ،
حفظ کولو ، خبرې کولو، ليدلو،
اورېدلو، خپلواک حرکتونه،
او د ستونځو حلولو څخه.
|
Capítulo 16 Vias Respiratórias Principais
|
| |
| په تنفسی سيستم کې،
د اصلي تنې ښي او کيڼ
برانشي موجود دي
او په پای کې يوځای کوي
(يعنې) قصبة الريه يا هوايي نل
له سږو سره.
|
Capítulo 17 Fígado e Rins
|
| |
| پام وکړئ
چې غټه ينه (ځګر) چې بطن ډکوي
د درځيدونکي زړه ترڅنګ.
دايمي پښتورګي په ۵ اوونيو کې څرګندېږي.
|
Capítulo 18 Saco Vitelino e Células Germinativas
|
| |
| د هګۍ د ژېړو کڅوړه د لومړنيو تکثري ژوانکو لرونکې وي.
چې د جرم د ژوانکو په نامه يادېږي.
په ۵ اوونيو کې
دغه د جرم حجرې لېږدول کېږي
تکثري غړو ته
د پښتورګو ترڅنګ.
|
Capítulo 19 Placas da Mão e Cartilagem
|
| |
| همداراز په ۵ اوونيو کې،
جنين توليدوي د لاس خپړه
او د کرپاندوکو جوړېدل
له ۱/۲ ۵ اوونيو وروسته پېل کېږي.
دلته مونږ ليدلای شو د کيڼ لاس خپړه
او مړوند په ۵ اوونيو او ۶ ورځو کې.
|