| |
Desenvolvimento Embrionário: 6 a 8 Semanas
Capítulo 20 6 Semanas: Movimento e Sensação
|
| |
| په ۶ اوونيو کې دماغي نيمکره وده کوي
په غير متناسب ډول
په چټکۍ سره د دماغ د نورو برخو په پرتله
جنين په خپل سر په جوړېدو .
او انعکاسي حرکتونو پېل کوي.
دغه شان حرکتونه
د عصبي عضلي
نورمالې ودې او پرمختګ لپاره ضروري دي.
|
| د خولې په ساحه کې يو تماس
د دې سبب کېږي چې جنين
په غبرګوني ډول
خپل سر راوباسي.
|
Capítulo 21 A Orelha Externa e a Formação de Célula Sanguínea
|
| |
| د غوږ خارجي برخه
په شکل نيولو پېل کوي.
|
| په ۶ اوونيو کې،
د وينې حجرې په ينه کې د تشکيلېږي .
هلته چې د وينې خاص ډول
سپين کرويات (لمفوسايټ) اوس موجود دي.
د وينې دا ډول سپنې ژوانکې
د ودې په حال معافيتي سيستم
مهمه برخه ده.
|
Capítulo 22 O Diafragma e os Intestinos
|
| حجاب حاجز
لومړنۍ عضله ده
چې په تنفس کې کارول کېږي،
چې په غټه کچه ۶ اوونيو کی جوړېږي.
|
| اوس په لنډمهاله توګه
د کولمو يوه برخه مخې ته راوځي
د نامه مزى (امبليکل کارډ) کې
دغه نورماله پروسه د فزيالوژيکي
هرنې اېشن په نامه يادېږي،
چې د نورو ودې په حال کې غړيو لپاره په بطن کې ځای جوړوي.
|
Capítulo 23 Placas da Mão e Ondas Cerebrais
|
| |
| په ۶ اوونيو کی د لاس خپړې
يو دقيق پلنوالى منځته ته راوړي.
|
| د ۶ اوونيو او ۲ ورځو په اول سر کې
دماغي څپې ثبت شويدي.
|
Capítulo 24 Formação do Mamilo
|
| |
| د تيونو څوکې د تنې په اړخونو کې څرګندېږي
لږ مخکې خپل وروستي موقعيت
ته د رسېدو څخه
د ټټر پر مخ باندې (څرګندېږي).
|
Capítulo 25 Desenvolvimento dos Membros
|
| |
| په ۱/۲ ۶ اوونيو کې څنګلې ځانګړې کېږي،
ګوتې يو له بله په بېلېدو پېل کوي،
او د لاسونو خوځېدل ليدل کيدای شي.
|
| د هډوکو جوړېدل چې د (او سي في کيشن)
په نامه يادېږي،
پېل کېږي په چمبر(کلاويکل)، کې
يا د غاړې هډوکي کې،
او په هډوکو
د پورتنۍ او کښتنۍ ژامو کې.
|
Capítulo 26 7 Semanas: Soluços e Resposta a Susto
|
| |
| له ۷ اوونيو وروسته ايټکي ليدل کېږي.
اوس د پښو حرکتونه ليدل کيدای شي،
له يوه تکان ورکوونکي غبرګون سره
|
Capítulo 27 O Coração Desenvolvido
|
| |
| د څلور جوفونو زړه زيات بشپړ شوي دي.
په منځنۍ توګه اوس زړه
۱۶۷ ځلي ټوپونه وهي په يوه دقيقه کې.
د زړه بريښنايي فعاليت
چې په ۱/۲ ۷ اوونيو کی ثبت شوی دی
څرګندوي يوه څپوي نقشه
چې يو بالغ ته ورته والی لري.
|
Capítulo 28 Ovários e Olhos
|
| |
| په ښځينه کې تخمدانونه د پېژندلو وړ دي
په ۷ اوونيو کې.
|
| په ۱/۲ ۷ اوونيو کې، د سترګې رنګه شبکيه
په اسانۍ سره ليدل کېدای شي
او د سترګو پلکونه
د ګړندۍ ودې په دوران پېل کوي.
|
Capítulo 29 Dedos das Mãos e dos Pés
|
| |
| ګوتې بېلې شوې دي
او د پښو ګوتې يواځې په بېخونو کې نښتې دي.
|
| لاسونه کولای شي
چې يو بل ته نژدې شي،
او پښې په همدغه ډول.
د زنګانه سترګې هم موجودې دي.
|