| |
Um Embrião de 8 Semanas
Capítulo 30 8 Semanas: Desenvolvimento do Cérebro
|
| |
| په ۸ اوونيو کې
دماغ په عالي توګه وده کړي وي
او تقريباً د جنين د ټول بدن د وزن
نيمايي برخه تشکيلوي.
وده په غير عادي ډول
په ډېره بيړه لري دوام پيداکوي.
|
Capítulo 31 Característica de Destro e Canhoto
|
| |
| ۸ اونيو کې ۷۵٪ جنينونه
د ښي لاس لور ته تمايل کوي.
او پاتې په مساوي ډول وېشل کيږي
د کيڼ تمايل واک او بي تمايل واک تر منځ.
د ښي لاس او کيڼ لاس خاصيت لپاره
دا لمړني ثبوت دی.
|
Capítulo 32 Virar
|
| |
| د ماشومانو د رنځونو د علاج کتابونه
د تاوراتاو کېدلو وړتيا تشريح کوي
لکه څرنګه چې له ۱۰ نه تر ۲۰ اوونيو پورې
له زېږېدنې وروسته څرګندېږي.
سره له دې چې دغه اغيزناک برابروالی
ډېر پخوا څرګند شوی دی
په کم جاذبه لرونکي چاپېريال کې
له مايع څخه ډک د امنيوک په کڅوړه کې.
يواځې دقوت نشتوالې چې
د جاذبې لوړه قوه زغمي
د زهدان نه بيرون د نوي زېږېدلي ماشوم
له تاوېدو څخه مخنيوی کوي.
|
| جنين په فزيکي ډول نور هم فعالېږي
په دغه موده کې
حرکتونه کيدای شي چې
ورو او يا چټک وي،
يوګونی وي يا تکراريدونکى وي،
خپل ځاني او ياغبرګونى وي.
د سر څرخيدل، د غاړې اوږدېدل
او د لاس او مخ تماس
ډېر ځلې پېښېږي.
|
| د جنين سره تماس، ښکاره کوي
نيمې خلاصې سترګې،
د ژامو حرکت،
د پنجې اچولو حرکتونه،
او د پښې د ګوتو نوکان
|
Capítulo 33 Fusão da Pálpebra
|
| |
| د ۷ او ۸ اوونيو په ترمنځ
پورتني او کښتني پلکونه
د سترګو له پاسه په چټکۍ سره غټېږي
او په نامکمله توګه په يو بل کې ګډېږي.
|
Capítulo 34 Movimento de Respiração e Micção
|
| |
| سره له دې چې په زهدان کې هيڅ هوا نشته
په ۸ اونيو کې جنين په متناوبه توګه
تنفسي حرکتونه څرګندوي.
|
| په دغه وخت پښتورګي تشې متيازې توليدوي
کوم چې په امنياټيک مايع کې اطراح کېږي.
په نارينه جنينونو کې
وده کوونکې هګۍ (بيضه)
د ټيس ټوس ټيران (هارمون)
په جوړولو او ترشح کولو پېل کوي.
|
Capítulo 35 8 a 9 Meses (32 a 36 Semanas): Formação dos Alvéolos, Segurar com Força, Preferências de Gosto
|
| |
| هډوکي، بندونه، عضلې، اعصاب،
اود اندامونو (لاسونه او پښې) د وينې رګونه يې
له لويانو سره ډېر ورته والې لري.
۸ اوونيو کې اپېډرمس ياد پوستکي باندېنۍ برخه ،
په څو طبقيي غشا بدلېږي،
او خپل زيات شفافيت له لاسه ورکوي.
کله چې د خولې چارچاپېره وېښته ښکاره شي.نو
وروځې وده پېلوي.
|
Capítulo 36 Resumo das Primeiras 8 Semanas
|
| |
| اته اوونۍ د جنيني دورې د پای نخښه ده.
ددې وخت په جريان کې انساني جنين
د يوې واحدې حجرې څخه وده کړې ده
نژدې يو بليون حجرو ته
کوم چی له ۴۰۰۰ څخه زيات ځانګړي
اناتوميکي جوړښتونه تشکيلوي.
جنين اوس لرونکی دی
له ۹۰ ٪ څخه د زياتو هغو جوړښتونو
چې په لويانو کې موند ل کيږي.
|